د روضې مبارکې شاوخوا د پنځو تشنابونو د قرارداد د ورکړې اعلان.
د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د روضې مبارکې شاوخوا پنځه د تشنابونو ځایونه د عبدالكریم زوی علم خان ته د (۳,۵۰۰,۰۰۰) درې میلیونه او پنځه سوه زره افغانیو په ټولیز مبلغ قرارداد کړي.
هغه اشخاص، شرکتونه او مؤسسې چې غواړي د یادې مزایدې قرارداد ترلاسه کړي، کولای شي د ورکړل شوې شرطنامې له مخې خپلې غوښتنلیکونه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري. همدارنګه، دوی باید د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۷) تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو او قراردادونو آمریت دفتر ته مراجعه وکړي. د ملي تدارکاتو محترم کمیسیون د ۸۶۷ شمېرې پرېکړې له مخې، د تضمین اخیستل لازم نه دي. شرطنامه له هېڅ ډول لګښت پرته د سافټ کاپي په بڼه د تدارکاتو او قراردادونو آمریت څخه ترلاسه کېدای شي. ګډونوال دې شرطنامه او تخنیکي مشخصات په دقت مطالعه کړي. د ګډون شرط دا دی چې د اجارې کوم پاتې پور ونه لري، او د اجارې د مبلغ یوه پر درېیمه (ثلث) برخه به په نغدو ډول اخیستل کېږي.
