د بلخ ولایت د حیرتان بندر سړک ۱۴ کیلومتره قیر کول اعلامیه

web_admin
asd

Publish Date

Closing Date

د مزار شریف ښاروالۍ، د حضرت امیرالمومنین (الله تعالی) د ۱۴/۳/۱۴۴۶ نیټې د فرمان نمبر (۱۲۱۸/۲۵۵) پر بنسټ، اراده لري چې د بلخ ولایت د حیرتان بندر سړک ۱۴ کیلومتره د اړتیا وړ حجم سره سم، په اساسي ډول او لوړ کیفیت سره قیر کړي.
د ساختماني او سړک جوړونې شرکتونه چې تخنیکي ظرفیت، مالي ظرفیت، او اړونده کاري تجربه لري او د داوطلبۍ په سند کې ذکر شوي شرایط پوره کوي، په کلکه غوښتنه کیږي چې اړین اسناد او مشخصات د دې لیک سره ضمیمه شوي (د اعلان محتوا) سره سم د ۱۴۰۴/۰۴/۲۴ پورې د اړیکې شمیرې (۰۷۴۵۳۵۵۷۳۰) له لارې وسپاري، ترڅو دوی د بیاکتنې مسؤلیت لرونکې کمیټې لخوا بیاکتنه شي او وړ شرکتونه، د لنډ لیست کیدو وروسته، د داوطلبۍ سند ترلاسه کولو لپاره غوره شي. د داوطلبۍ پرانیسته غونډه به د ۱۴۰۴/۰۴/۲۸ په ورځ د مزار شریف ښاروالۍ د غونډو په تالار کې ترسره شي. علاقمند شرکتونه کولی شي د نورو معلوماتو لپاره د پورته ذکر شوي وتس‌آپ شمیرې له لارې موږ سره اړیکه ونیسي.

Documents

asd

More tenders

سه شنبه, اکتوبر 20 2026 10:40 AM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ شنه پارک، چې د اوومې ناحیې په ساحه کې موقعیت لري او ۶۰۰۰ متره مربع مساحت لري، د درې کلونو لپاره د داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکوي.

 د مزارشریف ښاروالۍ اداره د خپلې مالي سرچینې د پیاوړتیا په موخه په پام کې لري چې د اوومې ناحیې په ساحه کې خپل ملکیت شین پارک، چې ۶۰۰۰ متره مربع ځمکه ده، د روان کال لپاره د درېیو کلونو . . .

شنبه, اکتوبر 17 2026 12:06 PM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د ۱۴۰۵ کال د پراختیایي پلان له مخې، د اعتبار سړک د مزمل شهید څلورلارې څخه تر لوېدیځ کمربند پورې د اساسي قیرریزۍ پروژه اعلان ته سپاري.

د مزارشریف ښاروالۍ د بلخ ولایت د مقام د (۴۶۳۶) ګڼې حکم، مؤرخ ۱۴۴۸/۴/۲۹، پر بنسټ په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ کال د پراختیایي پلان له مخې، د اعتبار سړک د راهي شهید څلورلارې څخه تر کمربند پورې . . .

دوشنبه, اکتوبر 12 2026 11:17 AM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د پراختیايي پلان له مخې د سیاه‌ګرد او مزار–شبرغان پر مسیرونو د ۲۰۰ جریبه ځمکې د پېرلو اعلان

 د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ مالي کال د پراختیايي پلان له مخې، د سیاه‌ګرد سړک په دواړو غاړو کې، د اتمې او نهمې ناحیې د عیدګاه له سیمې څخه وروسته، ۱۰۰ جریبه او . . .

Back to tenders