د مزارشریف ښاروالۍ اداره د ۱۴۰۵ مالي کال د انکشافي پلان له مخې، د مزمل شهید څلورلارې څخه تر لوېدیځ کمربندي سړک پورې سړک په اساسي ډول قیر او اسفالت کوي.
Publish Date
Closing Date
د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ کال د خپل انکشافي پلان له مخې، د مزمل شهید څلورلارې څخه تر لوېدیځ کمربندي سړک پورې سړک د عمومي انجینرۍ مدیریت د ترتیب شوې نقشې او جدول له مخې، په اساسي ډول قیر او اسفالت کړي.
هغه محترم ساختماني او سړک جوړونې شرکتونه چې غواړي د یادې پروژې د قرارداد لپاره په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، کولای شي خپلې غوښتنلیکونه د اعلان له خپرېدو وروسته د شرطنامې او ورکړل شوي برآورد مطابق د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري. داوطلبان کولای شي د اعلان له نېټې څخه تر ۱۴ تقویمي ورځو پورې د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته مراجعه وکړي. د تدارکاتو د کمېسیون د ۸۶۷ شمېرې پرېکړې له مخې تضمین نه اخیستل کېږي. شرطنامه او مشخصات دې وکتل شي؛ د ګډون شرط د پاتې حساب (باقیدارۍ) نه شتون دی.
