د مزار شریف ښاروالۍ د یوناما دفتر له ریس سره وکتل

web_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
asd

د شمال زون لپاره د یوناما ریس روبین کلپین د مزار شریف د شاروالی له ریس الحاج محمدکاظم طارق سره وکتل.
نن د پنجشنې ورځ  دولس بجې د شمال زون لپاره د یوناما ریس روبین کلپین د الحاج محمدکاظم طارق سره د مزارشریف شاروالۍ کې وکتل ښاغلي روبین کلپین وویل چې د ملګرو ملتونو ۱۳ بیلابېلې ادارې دلته فعاله دي چې تر اوسه دلته په بېلابېلو برخو کې بشري مرستې ترسره کوي؛ نوموړي وویل چې موږ ددې ډاډګرنه درکوو چې زموږ همکاري به له بلخ ولس سره ادامه ولري.
ښاغلي کلپین وویل چې تاسې کومو کارونو ته لومړيتوب ورکوئ.
ښاغلي الحاج محمدکاظم طارق وویل چې موږ تاسې ته ښه راغلاست وایو او ستاسې ادارې دې له موږ سره په ګډه خپل خدمتونه مخته یوسي تر څو موږ دوی ته د خدمتونو لپاره زمینه برابره کړو او د ملګرو ملتونو ادارې دې زموږ د پلان مطابق له موږ سره مرسته وکړي تر څو د دوې مصارف یې ځایه لاړ نه شي که د دوې کار زموږ د ادارې په هره برخه کې وي موږ به خپلې ادارې ته امر وکړو تر څو له دوی سره مرسته وکړي.
الحاج محمدکاظم طارق زیاته کړه چې تاسې زموږ اصلي څهره نړیوالو ته وړاندې کړئ او موږ له نړیوال سره ښه تعلقات غواړو، ښاغلي وویل چې په موږ په نړیوالو غونډو کې نیوکې کیږي چې په افغانستان کې امنیت نه شته په داسې حال کې چې تاسې وینئ چې افغانستان امن دی او یا هم نړیوال وایي چې په افغانستان کې ټول ګډونه حکومت باید رامنځ ته شی مګر تاسې په ناستو کارمندانو او ټولو اداراتو کې وینۍ چې د هر قوم او هرې ژبې وګړي کار کوي
 په پای کې الحاج محمدکاظم طارق د مزارشریف ښاروال وویل چې موږ د ملګرو ملتونو له ادارو څخه د یونپس له ادارې خوښ یو چې له موږ سره تل همکاري کوي مګر دوی دې زموږ له انجینرانو سره په ګډه خپلو خدمتونو ته ادامه ورکړي تر څو هغه کارونه چې هغه لومړیتوب لري او ډیر اړین وي لومړۍ هغه تر سره شي .

تازه خبرونه

سه شنبه, اپرېل 22 2025 8:54 AM
Background image

د مزارشريف ښاروال په مزارشريف كې د ايران له جنرال قونسل سره وليدل او خبرې يې وكړې

د مزارشريف ښاروال حافظ عبدالرحمن "همت" په مزارشريف کې د ايران د اسلامي جمهوريت له قونسل جنرال حميد رضا "احمدي" سره په خپل دفتر کې وکتل او د دوه اړخيزو همکاريو پر ارزښت، د غوره اسانتياو. . .

پنجشنبه, مارچ 20 2025 12:05 PM
Background image

د مزارشریف ښاروال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال سره وکتل

د مزارشریف ښاروال حافظ عبدالرحمن همت د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مرستیال الحاج خیرالدین مایل سره د مزارشریف ښار د نفوس، پرمختګ او هوساینې په اړه وکتل او خبرې یې وکړې.,
د. . .

سه شنبه, اکتوبر 01 2024 11:35 AM
Background image

د بلخ ولایت په کچه د ښاروالۍ د فوټسال لوبډلې اتلولي

د بلخ ولایت په کچه د ښاروالۍ د فوټسال لوبډلې د اتلولۍ له امله د مزارشریف ښاروال ته مبارکي وایم!
د فوټسال سيالۍ چې د بلخ ولايت د بدني روزنې رياست له خوا له نشه يي توکو سره د مبارزې تر. . .

BACK TO NEWS