د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ کال لپاره د یلمرب بندر، د ښاروالۍ د ننوتلو دروازې مخې ته، د بلخ دروازې او انصاف مارکېټ څلور تشنابونه د داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکړي.

web_admin
abs

Publish Date

Closing Date

هغه اشخاص، شرکتونه او مؤسسې چې غواړي په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي، کولای شي د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه خپلې غوښتنلیکونه د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري. همدارنګه، د اعلان له خپرېدو وروسته تر ۱۰ تقویمي ورځو پورې دې د یاد آمریت دفتر ته مراجعه وکړي. تضمین به د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸۶۷ شمېرې پرېکړې سره سم اخیستل کېږي. ګډونوال کولای شي د شرطنامې نقل د ۱۰۰۰ افغانیو په بدل کې د تدارکاتو او قراردادونو له آمریت څخه ترلاسه کړي. د شرطنامې ټول شرایط او مشخصات دې په دقت مطالعه کړي. د ګډون شرط د نه پابندۍ پر بنسټ دی، او د اجارې د رهن پیسې به په نغدي ډول اخیستل کېږي.

 

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۲
Background image

د ۱۸۰-۱۶۳ شمېرې ۱۴۴۸/۳/۲۶ نېټې مکتوب په تعقیب، د مزارشریف ښاروالۍ درې د تېزرفتار ښاري پارکینګ ځایونه د درې کلونو لپاره د داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکوي.

 د  ۱۸۰-۱۶۳ ګڼې او ۱۴۴۸/۳/۲۶ نېټې خپل مکتوب په تعقیب، په دې وسیله لیکل کېږي 

د مزارشریف ښاروالۍ اداره د خپلې مالي بنسټ د پیاوړتیا په موخه په پام کې لري، چې د خپل ملکیت درې د چټک ښاري . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۱۵
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ اداره د ۱۴۰۵ مالي کال د انکشافي پلان له مخې، د مزمل شهید څلورلارې څخه تر لوېدیځ کمربندي سړک پورې سړک په اساسي ډول قیر او اسفالت کوي.

د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ کال د خپل انکشافي پلان له مخې، د مزمل شهید څلورلارې څخه تر لوېدیځ کمربندي سړک پورې سړک د عمومي انجینرۍ مدیریت د ترتیب شوې نقشې او جدول . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۲:۳۳
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د خپلې ملکیت ۶۰۰۰ متره مربع شین پارک (رنګین کمان) د درې کلونو لپاره د داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکړي.

 د مزارشریف ښاروالۍ اداره د خپلې مالي سرچینې د پیاوړتیا په موخه په پام کې لري، چې خپل ۶۰۰۰ متره مربع شین پارک (رنګین کمان) ملکیت د روان کال لپاره د درې کلونو په موده کې د داوطلبۍ له . . .

Back to tenders