د الفتح جومات څخه تر دښت شور پورې د حلقوي سړک د سروې، طرحې او ډیزاین د تړون اعلان!
په دې توګه د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي، چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري د الفتح جومات څخه تر دښت شور پورې د حلقوي سړک د سروې، طرحې او ډیزاین تړون د «ضیا فیصل» ساختماني او خدماتي شرکت ته، چې د ۹۱۷۴۵ شمېرې جواز لرونکی دی، په ټولیزه بیه ۱,۴۸۰,۰۰۰ یو میلیون او څلور سوه او اتیا زره افغانۍ ورکړي.
حقیقي او حکمي شرکتونه که په دې اړه هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې، په لاسي او لیکلي ډول له خپلو دلیلونو سره یوځای، د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون د عقد په مانا نه ده او د یادې شوې نېټې تر پوره کېدو او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر تېرېدو پورې به تړون لاسلیک نه شي. والسلام.
