د الفتح جومات څخه تر دښت شور پورې د حلقوي سړک د سروې، طرحې او ډیزاین د تړون اعلان!

web_admin
abs

په دې توګه د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي، چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري د الفتح جومات څخه تر دښت شور پورې د حلقوي سړک د سروې، طرحې او ډیزاین تړون د «ضیا فیصل» ساختماني او خدماتي شرکت ته، چې د ۹۱۷۴۵ شمېرې جواز لرونکی دی، په ټولیزه بیه ۱,۴۸۰,۰۰۰ یو میلیون او څلور سوه او اتیا زره افغانۍ ورکړي.

حقیقي او حکمي شرکتونه که په دې اړه هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې، په لاسي او لیکلي ډول له خپلو دلیلونو سره یوځای، د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته وړاندې کړي.

دا خبرتیا د تړون د عقد په مانا نه ده او د یادې شوې نېټې تر پوره کېدو او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر تېرېدو پورې به تړون لاسلیک نه شي. والسلام.

Latest announcements

دوشنبه, اګست 24 2026 2:48 PM
Background image

د مزمل شهید څلورلارې څخه تر لویدیځ کمربند پورې د سروی، ډیزاین او لابراتواري ازموینو قرارداد د ورکړې اعلان

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، په دې وسیله ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د مزارشریف ښاروالۍ د څلورمې او نهمې . . .

پنجشنبه, اګست 13 2026 12:56 PM
Background image

د قبر توپ څخه تر روضې مبارکې پورې د کانکریټي اوسپنیز کانال د اعمار قرارداد د ورکړې اعلان!

په دې وسیله د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، د قبر توپ څخه تر روضه مبارک پورې د کانکریټي . . .

چهارشنبه, اګست 12 2026 4:05 PM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د څلورمې ناحیې په پروژه ۷ ساحه کې د مخدوم قلي فراغي سړک د قیر اچونې او اسفالت قرارداد د ورکړې اعلان.

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې له حکم سره سم، په دې وسیله ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د مزارشریف ښاروالۍ د څلورمې ناحیې په . . .

Back to announcements