د مزارشریف ښاروالۍ اړوند د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د رابعه بلخي مارکېټ ختیځ لوري ته د شپږ منزله ودانۍ د دویم فاز د جوړولو قرارداد د ورکړې اعلان!
د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، د (مزارشریف ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د رابعه بلخي مارکېټ ختیځ لوري ته د شپږ منزله ودانۍ د دویم فاز ساختماني پروژه) قرارداد د معمار وطن ساختماني او سړک جوړونې شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (۴۰۶۶۲) ده، د (۲۸,۱۶۸,۱۳۰) اته ویشت میلیونه، یو سل اته شپیته زره او یو سل دېرش افغانۍ په مجموعي بیه ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص او شرکتونه چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د پنځو تقویمي ورځو په موده کې، له خپلو دلایلو سره یوځای په لیکلي ډول، د بلخ ولایت د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته، چې د روضې مبارکې ختیځ لوري ته موقعیت لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له احکامو سره سم وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د قانوني پړاوونو تر طی کولو پورې به قرارداد نه منعقد کېږي.
