د مزارشریف ښاروالۍ د اوومې ناحیې اړوند د کارته اماني مرکزي سړک د ۱۱۷۴ متره قیر او اسفالټ کولو د قرارداد د ورکړې اعلان.
د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې (۴۳مې) مادې د دویمې فقرې له مخې، د ټولو شرکتونو د خبرتیا لپاره اعلان کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري د کارته اماني مرکزي سړک د ۱۱۷۴ مترو په اوږدوالي د قیر او اسفالټ کولو قرارداد، چې د مزارشریف ښاروالۍ د اوومې ناحیې د آمریت په ساحه کې موقعیت لري او د MAZ/MUN/1405/003 تشخیصیې شمېرې لرونکی دی، د جواد نصرت ساختماني او سړک جوړونې شرکت ته، چې د (D-76173) ګڼې جواز لرونکی دی، د )۲۰٬۲۲۰۰٬۰۳۱ (افغانیو، یعنې شل میلیونه، دوه سوه شل زره او یو دېرش افغانیو په مجموعي قیمت قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص یا شرکتونه چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې خپل لیکلی اعتراض، له دلایلو سره یوځای، د بلخ ولایت، د روضې مبارکې ختیځ لوري ته د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته، د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې (۵۰مې) مادې له احکامو سره سم وړاندې کړي. دا اعلان د قرارداد د عقد په معنا نه دی، او تر هغه چې یاد شوی مهلت بشپړ نه شي او ورپسې ټول قانوني مراحل بشپړ نه شي، قرارداد به نه منعقد کېږي.
