د مزارشریف ښاروالۍ د نوې ودانۍ د جوړولو پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!
د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې له حکم سره سم، په دې وسیله ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د مزارشریف ښاروالۍ د یوې نوې ودانۍ د جوړولو پروژه، چې د تشخیص شمېرې MAZ/MUN/1405/009 لرونکې ده، له محترم صمیم اقبال ساختماني او سرک جوړونې شرکت سره، چې د جواز شمېره یې (۳۷۴۱۶) ده، د ټولیز ۱۳۷,۹۰۰,۰۰۰ (یو سل او اووه دېرش میلیونه او نهه سوه زره) افغانۍ په ارزښت قرارداد وکړي.
هغه حقیقي او حکمي شرکتونه چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان له خپرېدو څخه د ۵ تقویمي ورځو په موده کې، په لیکلي ډول او له دلایلو سره یوځای، د بلخ ولایت د روضې مبارک ختیځ لوري کې د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې د حکمونو مطابق، وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او تر پورته ذکر شوې مودې تر بشپړېدو او د قانوني مراحلو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه منعقدېږي.
