موږ په خپل ښار کې د طبیعت ساتلو او سیاحت ته وده ورکولو لپاره نیالګی کینولو.

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۱:۳۲
asd

بلخ ولايت کې مزارشريف ښاروالۍ سره په همغږۍ افغان بېسيم مخابراتي شرکت د ۲۰۰ نیالګیو کېنولو کمپاين پيل کړ.

چهارشنبې په ورځ سهار بلخ ولايت کې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت له لوري د مزارشريف ښاروالۍ سره په همغږۍ د مزارشريف ښار بیلابیلو سیمو کې د ۲۰۰ نیالګیو کېنولو کمپاين پيل مړو، د نیالګیو کېنولو کمپاين کې د مزارشريف ښاروال الحاج محمد کاظم طارق، د افغان بېسيم مخابراتي شرکت مسئولینو، د مزارشريف ښاروالۍ څلورمې ناحیې آمر مولوي طاووس دلسوز، د ښاروالۍ دفتر آمر صفت اللّٰه صادقی او د ښاروالۍ فرهنګي او کلتوري چارو آمر داملا شمس الرحمن شعیب شتون درلود.

مزارشريف ښاروال صاحب د افغان بېسيم مخابراتي شرکت له لوري د نیالګیو کینول کمپاين يې د مزارشريف ښار سمسورتیا لپاره یو نیک اقدام یاد کړ او و ستایه، ښاروال صاحب سپارښتنه وکړه چې یاد نيالګي دي  د ښار په کلیدي ساحو کې کینول شي، او له سوداګرو، ښاریانو او نورو مخابراتي شرکتونو وغوښتل چې د مزارشريف ښار په سمسورتيا کې دي له مزارشريف ښاروالۍ سره همکاره اوسي.

په ورستيو کې د افغان بېسيم مخابراتي شرکت مسؤلینو د مزارشريف ښاروالۍ سره د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۹:۲۴
Background image

د مزارشريف ښاروالۍ سره په همغږۍ د یونپس موسسې

‎د مزارشريف ښاروالۍ سره په همغږۍ د یونپس موسسې له لوري د مزارشريف ښار اتمې ، نهمې او لسمې ناحیو ساحاتو کې  ټول ټال (۶۷۰) متره اوږدوالۍ او (۷) متره پراخوالۍ په درلودو سره د درې سړکونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۴:۵۱
Background image

د ښار پاکوالي عمومي حشر

د مزارشريف ښاروال الحاج محمد کاظم طارق، د سکتوري رئيسانو، د ښاري حکومتوالۍ رئيس، مالي او اداري رئيس په ګډون د مزارشريف ښاروالۍ په مرکزي دفتر کې عامه غونډه جوړه شوه. د حسابدارۍ او اداري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۴:۹
Background image

د مزارشریف ښاروال د سوداګرۍ خونې له رئیس سره وکتل

د مزارشريف ښاروال الحاج محمد کاظم "طارق" د بلخ ولايت د حرفوي او ګمرکونو د اتحاديې له رئيس ميرويس "احمدي" سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
 په دې غونډه کې د نظارت او ارزونې رئیس الحاج. . .

BACK TO NEWS