د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ مالي کال د انکشافي پلان له مخې، د شپږمې ناحیې د حیات ګذر سړک د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي په اساسي ډول په کانکریټ پوښښ کړي.
Publish Date
Closing Date
هغه محترم ساختماني او سړک جوړوونکي شرکتونه چې غواړي په یادې پروژې کې ګډون وکړي، کولای شي د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته، د شرطنامې او وړاندې شوې اټکل (برآورد) له مخې، خپل غوښتنلیکونه وسپاري.
ګډونوال کولای شي د اعلان د خپرېدو له نېټې وروسته، د ۱۱ تقویمي ورځو په موده کې، د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت دفتر ته مراجعه وکړي او شرطنامه، تخنیکي مشخصات او نور اړوند اسناد وڅېړي. همدارنګه، د تدارکاتو د طرزالعمل د ۲۹مې فقرې له حکم سره سم، داوطلبان کولای شي د ۱۰۰۰ (یو زر) افغانیو په بدل کې د اسنادو چاپ شوې نسخې ترلاسه کړي.
