د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ کال د انکشافي پلان له مخې، د انجینري عمومي مدیریت د اټکلي جدول مطابق، د دشت شور کانال د ۱۱۰۰ مترو په اوږدوالي په اساسي ډول سنګکاري کړي.
Publish Date
Closing Date
ټولو محترمو ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو ته چې د یادې پروژې د آفر پرانیستنې او قرارداد په اخیستلو کې لېوالتیا لري، خبر ورکول کېږي چې خپلې غوښتنلیکونه دې د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د شرطنامې او ورکړل شوي اټکل مطابق د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري. نوموړي شرکتونه کولای شي د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۱ تقویمي ورځو پورې د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته مراجعه وکړي.
د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸۶۷ شمېرې پرېکړې مطابق تضمین نه اخیستل کېږي. شرکتونه کولای شي شرطنامه او مشخصات وګوري، او د ګډون شرط یې د ښاروالۍ په وړاندې د پوروړتیا نهلرل دي. همدارنګه د شرطنامې سافت کاپي او د احجامو جدول به پرته له کوم لګښت څخه ترلاسه کړي.
