د مزارشریف ښاروالۍ اداره د ۱۴۰۵ مالي کال انکشافي پلان له مخې په پام کې لري چې د سیاهګرد سړک درېیمه فاز د انجینري عمومي مدیریت د برآورد مطابق، په اساسي ډول اسفالت او قیرریزي کړي.
Publish Date
Closing Date
د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د خپل ۱۴۰۵ مالي کال انکشافي پلان له مخې، د مزارشریف ښار د سیاهګرد سړک درېیمه فاز د انجینري عمومي مدیریت د اټکل جدول مطابق، په اساسي ډول اسفالت او قیرریزي کړي.
هغه محترمې ساختماني او سړک جوړونې شرکتونه چې غواړي د یادې پروژې د قرارداد په موخه آفر وړاندې کړي، کولای شي د ورکړل شوې شرطنامې او مشخصاتو د جدول مطابق، خپل غوښتنلیکونه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ښاروالۍ د تدارکاتو آمریت ته وسپاري او د اعلان له خپرېدو وروسته تر ۱۱ تقویمي ورځو پورې د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته مراجعه وکړي. د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۸۶۷ شمېرې پرېکړې مطابق تضمین نه اخیستل کېږي.
شرطنامه او مشخصات دې وکتل شي. د نه پوروړتیا شرط د ګډون له شرایطو څخه دی، او د شرطنامې سافټ کاپي او د احجامو جدول به پرته له کوم لګښت څخه ترلاسه کولی شي.
