د آریانا مارکیټ شاوخوا د ۱۲۸۲ مربع متره پلي لارې په ساحه کې د دوه منزله تهکوي ودانۍ د جوړولو قرارداد د ورکړې اعلان!

web_admin
abs

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې پر بنسټ، د ټولو شرکتونو د خبرتیا لپاره اعلان کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري د آریانا مارکېټ شاوخوا د ۱۲۸۲ مربع متره پلی لارې په اوږدو کې د دوو منزلو تر ځمکې لاندې (تهکوي) ودانۍ د مشارکتي جوړولو قرارداد د سمیع الله فهیم ساختماني او سړک جوړونې شرکت ته، چې د (D-۶۲۳۴۷) شمېرې جواز لرونکی دی، د ۷۰,۰۱۰,۱۶۰ (اویا میلیونه، لس زره او یو سل شپېته) افغانیو په ټولیزه بیه ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي شرکتونه چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه ترپنځو (۵) تقویمي ورځو پورې، د خپلو دلایلو سره یوځای، په لیکلې بڼه د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له حکمونو سره سم وړاندې کړي. دا اعلان د قرارداد د عقد په معنا نه دی، او تر هغه چې پورته یاده شوې موده بشپړه نه شي او ورپسې قانوني مراحل بشپړ نه شي، قرارداد به نه منعقد کېږي.

 

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د قبر توپ څخه تر روضې مبارکې پورې د کانکریټي اوسپنیز کانال د اعمار قرارداد د ورکړې اعلان!

په دې وسیله د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، د قبر توپ څخه تر روضه مبارک پورې د کانکریټي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۵
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د څلورمې ناحیې په پروژه ۷ ساحه کې د مخدوم قلي فراغي سړک د قیر اچونې او اسفالت قرارداد د ورکړې اعلان.

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې له حکم سره سم، په دې وسیله ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د مزارشریف ښاروالۍ د څلورمې ناحیې په . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۶:۱۸
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د اتمې ناحیې اړوند د سیاه‌ګرد سړک د لومړي پړاو د ۱۵۰۰ مترو قیر او اسفالټ کولو د قرارداد د ورکړې اعلان .

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د سیاه‌ګرد سړک د لومړۍ فاز قیر اچونې او اسفالت قرارداد، چې . . .

Back to announcements