د مزارشریف ښاروالۍ اداري غونډه
د مزارشریف ښاروالۍ اداري ناسته د مزارشریف ښاروالۍ مرستیال مولوي محمد نسیم عابد په مشرۍ په داسې حال کې چې د مزار ښاروالۍ د دولسګونو ناحیو آمرینو او د مرکزي شعبو مسولینو شتون درلود ترسره شوه.
د مزارشریف ښاروالۍ مرستیال د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ اداري مجلس ترسره کول یو نیک عمل یاد کړ او دا ناسته یې د ستونزو د حل لپاره مهمه یاده کړه.
نوموړي د دولسګونو ناحیو ټولو آمرینو ته سپارښتنه وکړه ترڅو خپلو کارونو ته متوجه وي او د عوایدو راټولو پروسه یې د تیر په څېر په بشپړه توګه شفافه وي.
د غونډې په بله برخه کې د مزارشریف ښاروالۍ د دولسګونو ناحیو آمرینو د خپلو کړنو او خدماتو په تړاو د مزار ښاروالۍ مرستیال ته راپور وړاندې کړ چې د نوموړي لخوا ورته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول.