د مزارشریف ښاروالۍ د بلخ ولایت د مقام د لارښوونې پر بنسټ، د حیرتان سړک دوهم پړاو، ۴۵ کیلومتره، سروې، طرحه، ډیزاین او جیوټخنیکي لابراتواري ازموینې ترسره کوي.
Publish Date
Closing Date
د مزارشریف ښاروالۍ اداره د بلخ ولایت د محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ په پام کې لري، چې د حیرتان سړک دوهم فاز، چې اوږدوالی یې ۴۵ کیلومتره دی او د حیرتان له درېلارې څخه د حیرتان بندر ښارګوټي په لوري موقعیت لري، په اساسي ډول سروی، طرحه او ډیزاین، د اړوندو جیوټخنیکي لابراتواري ازموینو سره ترسره کړي.
هغه محترمې د طرحې او ډیزاین او انجنیري شرکتونه چې غواړي د یادې پروژې د آفرګشایي په موخه قرارداد ترسره کړي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د اعلان له خپرېدو نېټې څخه د ۱۱ تقویمي ورځو په موده کې، د شرطنامې او ورکړل شوي مشخصاتو جدول مطابق، د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري.
داوطلبان کولای شي د اعلان له خپرېدو وروسته د یادې مودې په جریان کې د ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته مراجعه وکړي. د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۸۶۷ شمېرې پرېکړې پر بنسټ تضمین نه اخیستل کېږي. د شرطنامې سافت کاپي او اړوند اسناد به پرته له کوم لګښت څخه ترلاسه کړي.
