د مزارشریف ښاروالۍ د څلورمې ناحیې په پروژه ۷ ساحه کې د مخدوم قلي فراغي سړک د قیر اچونې او اسفالت قرارداد د ورکړې اعلان.

web_admin
abs

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې له حکم سره سم، په دې وسیله ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د مزارشریف ښاروالۍ د څلورمې ناحیې په ساحو کې د پروژې ۷ اړوند د مخدوم قلي فراغي سړک د ۴۴۰ مترو په اوږدوالي د قیر اچونې او اسفالت قرارداد، چې د تشخیص شمېره یې   MAZ/MUN1405/011 ده، له صمیم اقبال او عظیم سلیم ګډ ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو سره، چې د جوازونو لرونکي دي، د ( ۹۰۱۳۱-۳۷۴۱۶ )  په قیمت (۵۷۹۸۰۰۰  ) پنځه میلیونه، اوه سوه اته نوي زره افغانۍ په مجموعي بیه قرارداد ترسره کړي.

هغه حقیقي او حکمي شرکتونه چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۵ (پنځو) تقویمي ورځو په موده کې، په لیکلي ډول له اړوندو دلایلو سره یوځای، د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته، چې د بلخ ولایت د روضې مبارکې ختیځ لوري ته موقعیت لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې د احکامو مطابق وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده، او تر هغه چې پورته ذکر شوې موده بشپړه او ورپسې قانوني مراحل طی شوي نه وي، قرارداد به منعقد نه شي.

Latest announcements

چهارشنبه, سپتمبر 02 2026 4:01 PM
Background image

صفت‌الله د محمدشاه زوی، د ۱٬۲۶۵٬۰۰۰ (یو میلیون او دوه سوه پنځه شپېته زره) افغانیو په وړاندیز سره، د حکیم ناصر خسرو بلخي سړک د پارکینګ د اجارې مزایدې ګټونکی وپېژندل شو، چې د ښار د درېیمې ناحیې اړوند دی.

صفت‌الله د محمدشاه زوی، د داوطلبۍ د مجلس له ترسره کېدو وروسته، د حکیم ناصر خسرو بلخي سړک د پارکینګ د اجارې په مزایده کې، چې د درېیمې ناحیې آمریت اړوند او د مزارشریف ښاروالۍ ملکیت دی، د . . .

چهارشنبه, سپتمبر 02 2026 2:13 PM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د نهمې ناحیې د پروژې S په ساحه کې د کارته نوشاد سړکونو د کانکریټ اچونې قرارداد د ورکړې اعلان

د تدارکاتو د قانون د درې څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د مزارشریف ښاروالۍ د نهمې ناحیې په ساحو کې د کارته . . .

چهارشنبه, سپتمبر 02 2026 12:58 PM
Background image

د مزارشریف ښار د سیاه‌ګرد سړک د دویم فاز د قیر اچونې او آسفالت قرارداد د ورکړې اعلان!

 

په دې توګه، د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د ۲ فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د مزارشریف ښار د سیاه‌ګرد سړک د دویم فاز د قیر . . .

Back to announcements