د مزارشریف ښاروالۍ د ښار دننه د عمومي سړکونو د روښانتیا او سینګار د ستنو د روښانتیا، رنګمالۍ، سینګار او یو کلنې ساتنې او مراقبت د پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!

web_admin
abs

 

په دې وسیله د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې (د مزارشریف ښاروالۍ د ښار دننه د عمومي سړکونو د روښانتیا او سینګار د ستنو د روښانتیا، رنګمالۍ او سینګار، او د روښانتیا او سینګار د یو کلنې ساتنې او مراقبت پروژه)، چې د تشخیصیه شمېرې MAZ/MUN/۱۴۰۵/۳۵ لرونکې ده، له محمود شاه آریا سوداګریز شرکت سره، چې د جواز شمېره یې (۸۸۵۷۰) ده، د (۸٬۲۷۱٬۲۰۰) اته میلیونه، دوه سوه او یو اویا زره او دوه سوه افغانۍ په مجموعي بیه قرارداد وکړي.

هغه حقیقي او حکمي شرکتونه چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د پنځو تقویمي ورځو په موده کې، په لیکلې بڼه او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته، چې د بلخ ولایت د روضې مبارکې په ختیځ کې موقعیت لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې د احکامو له مخې وړاندې کړي.دا اطلاعیه د قرارداد د عقد په معنا نه ده او تر هغه چې پورته ټاکل شوې موده بشپړه او راتلونکي قانوني مراحل طی نه شي، قرارداد به منعقد نه شي.

Latest announcements

شنبه, سپتمبر 26 2026 9:27 AM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د ۸مې او ۹مې ناحیو اړوند د دشت شور کانال د ډبرو کارۍ په بڼه د جوړولو پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!

 په دې توګه، د تدارکاتو قانون د ۴۳مې مادې د ۲مې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د مزارشریف ښار د اتمې او نهمې ناحیو اړوند د دشت شور . . .

شنبه, سپتمبر 26 2026 8:45 AM
Background image

د شپږمې ناحیې د ګذر د سړک د کانکریټ‌کارۍ د قرارداد د ورکړې اعلان!

 د تدارکاتو قانون د ۴۴مې مادې د ۲مې فقرې له حکم سره سم، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، د شپږمې ناحیې د ګذر حیات د سړک د کانکریټ‌کارۍ قرارداد د رییل . . .

دوشنبه, سپتمبر 07 2026 1:55 PM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د ښار دننه د عمومي سړکونو د روښانتیا او سینګار د ستنو د روښانتیا، رنګمالۍ، سینګار او یو کلنې ساتنې او مراقبت د پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!

 

په دې وسیله د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې (د مزارشریف ښاروالۍ د ښار دننه د عمومي . . .

Back to announcements