د مزارشریف ښاروالۍ څلور د تشنابونو ځایونه، چې د یلمرب بندر، د ښاروالۍ د ننوتلو دروازې مخې ته، د بلخ دروازه او د انصاف مارکېټ کې موقعیت لري، د درېیو کلونو لپاره د داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکوي.
Publish Date
Closing Date
د مزارشریف ښاروالۍ اداره د خپلې مالي سرچینې د پیاوړتیا په موخه په پام کې لري، چې د یلمرب بندر، د مزارشریف ښاروالۍ د ننوتلو دروازې مخې ته، د بلخ دروازه او د انصاف مارکېټ دوه بابه تشنابونه، چې د ښاروالۍ ملکیت دي، د درېیو کلونو لپاره د آزادې داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکړي.
هغه اشخاص، شرکتونه او مؤسسې چې د یادو ځایونو د اجارې په داوطلبۍ کې د ګډون لېوالتیا لري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه خپلې غوښتنلیکونه د ورکړل شویو شرطپاڼو مطابق د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري.
همدارنګه، علاقهمندان مکلف دي چې د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د (۱۰) تقویمي ورځو په موده کې د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته مراجعه وکړي او د تدارکاتو طرزالعمل د ۲۹ مادې د ۸ فقرې مطابق، شرطپاڼه په سافټ بڼه او وړیا ترلاسه کړي.
د ګډون شرایطو له مخې، غوښتونکي باید د ښاروالۍ په وړاندې هېڅ ډول پاتې پورونه ونه لري. د یو کال د اجارې معادل د تضمین پیسې به په نغدي ډول ترلاسه کېږي.
