موږ په خپل ښار کې د طبیعت ساتلو او سیاحت ته وده ورکولو لپاره نیالګی کینولو.
بلخ ولايت کې مزارشريف ښاروالۍ سره په همغږۍ افغان بېسيم مخابراتي شرکت د ۲۰۰ نیالګیو کېنولو کمپاين پيل کړ.
چهارشنبې په ورځ سهار بلخ ولايت کې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت له لوري د مزارشريف ښاروالۍ سره په همغږۍ د مزارشريف ښار بیلابیلو سیمو کې د ۲۰۰ نیالګیو کېنولو کمپاين پيل مړو، د نیالګیو کېنولو کمپاين کې د مزارشريف ښاروال الحاج محمد کاظم طارق، د افغان بېسيم مخابراتي شرکت مسئولینو، د مزارشريف ښاروالۍ څلورمې ناحیې آمر مولوي طاووس دلسوز، د ښاروالۍ دفتر آمر صفت اللّٰه صادقی او د ښاروالۍ فرهنګي او کلتوري چارو آمر داملا شمس الرحمن شعیب شتون درلود.
مزارشريف ښاروال صاحب د افغان بېسيم مخابراتي شرکت له لوري د نیالګیو کینول کمپاين يې د مزارشريف ښار سمسورتیا لپاره یو نیک اقدام یاد کړ او و ستایه، ښاروال صاحب سپارښتنه وکړه چې یاد نيالګي دي د ښار په کلیدي ساحو کې کینول شي، او له سوداګرو، ښاریانو او نورو مخابراتي شرکتونو وغوښتل چې د مزارشريف ښار په سمسورتيا کې دي له مزارشريف ښاروالۍ سره همکاره اوسي.
په ورستيو کې د افغان بېسيم مخابراتي شرکت مسؤلینو د مزارشريف ښاروالۍ سره د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ .