الحاج مولوي نقیب الله طارق دمرکزي څانګو له مسؤلینو سره وکتل
د مزارشریف ښاروال الحاج مولوي نقیب الله طارق په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د مزار ښاروالۍ مرستیال مولوي محمد نسیم " عابد " ، د سکتوري او تخنیکي برخې مشر مولوي جلال جوهري ، مالي او اداري مشر قاري محمود حنیف او د ښاروالۍ شرعي او حقوقي مشاور مولوي بخت الله هم شتون درلود ګډه ناسته ترسره کړه.
د مزارشریف ښاروال د مرکزي شعبو مسولینو ته سپارښتنه وکړه چې د مراجعینو د ستونزو حل یې باید د کارونو لومړیتوب وي.
نوموړي زیاته کړه چې ټولې چارې باید د اصولو سره سم ترسره او خلکو ته پر وخت خدمات ترسره شي.