د دښت شور څخه تر سلیم شهید څلورلارې او د سلیم شهید څلورلارې څخه تر شیرآباد څلورلارې پورې د سړک د سروې، طرحې او ډیزاین پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان !

web_admin
abs

 

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې له مخې، په دې توګه ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري د د دښت شور څخه تر سلیم شهید څلورلارې او د سلیم شهید څلورلارې څخه تر شیرآباد څلورلارې پورې د سړک د سروې، طرحې او ډیزاین پروژې قرارداد، چې د پېژندنې شمېره یې MAZ/MUN/1405/012 ده، د فیض‌آمل لند انجنیري او ساختماني موادو تولیدي شرکت، د جواز شمېره (91745) لرونکي، سره د (2,448,500) دوه میلیونه، څلور سوه اته څلوېښت زره او پنځه سوه افغانۍ په ټولیزه بیه عقد کړي.

هغه حقیقي او حکمي شرکتونه چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۵ تقویمي ورځو پورې، له خپلو دلایلو سره یوځای، په لیکلي ډول د بلخ ولایت، د روضې مبارکې ختیځ لور ته د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له حکمونو سره سم، وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او تر هغه چې پورته یاده شوې موده بشپړه نه شي او د قرارداد اړوند نور قانوني مراحل بشپړ نه شي، قرارداد به نه لاسلیک کېږي.

Latest announcements

دوشنبه, اګست 24 2026 2:48 PM
Background image

د مزمل شهید څلورلارې څخه تر لویدیځ کمربند پورې د سروی، ډیزاین او لابراتواري ازموینو قرارداد د ورکړې اعلان

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، په دې وسیله ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د مزارشریف ښاروالۍ د څلورمې او نهمې . . .

پنجشنبه, اګست 13 2026 12:56 PM
Background image

د قبر توپ څخه تر روضې مبارکې پورې د کانکریټي اوسپنیز کانال د اعمار قرارداد د ورکړې اعلان!

په دې وسیله د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، د قبر توپ څخه تر روضه مبارک پورې د کانکریټي . . .

چهارشنبه, اګست 12 2026 4:05 PM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د څلورمې ناحیې په پروژه ۷ ساحه کې د مخدوم قلي فراغي سړک د قیر اچونې او اسفالت قرارداد د ورکړې اعلان.

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې له حکم سره سم، په دې وسیله ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د مزارشریف ښاروالۍ د څلورمې ناحیې په . . .

Back to announcements