د مزارشریف ښاروالۍ د څلورمې ناحیې په پروژه ۷ ساحه کې د مخدوم قلي فراغي سړک د قیر اچونې او اسفالت قرارداد د ورکړې اعلان.

web_admin
abs

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې له حکم سره سم، په دې وسیله ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د مزارشریف ښاروالۍ د څلورمې ناحیې په ساحو کې د پروژې ۷ اړوند د مخدوم قلي فراغي سړک د ۴۴۰ مترو په اوږدوالي د قیر اچونې او اسفالت قرارداد، چې د تشخیص شمېره یې   MAZ/MUN1405/011 ده، له صمیم اقبال او عظیم سلیم ګډ ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو سره، چې د جوازونو لرونکي دي، د ( ۹۰۱۳۱-۳۷۴۱۶ )  په قیمت (۵۷۹۸۰۰۰  ) پنځه میلیونه، اوه سوه اته نوي زره افغانۍ په مجموعي بیه قرارداد ترسره کړي.

هغه حقیقي او حکمي شرکتونه چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۵ (پنځو) تقویمي ورځو په موده کې، په لیکلي ډول له اړوندو دلایلو سره یوځای، د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته، چې د بلخ ولایت د روضې مبارکې ختیځ لوري ته موقعیت لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې د احکامو مطابق وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده، او تر هغه چې پورته ذکر شوې موده بشپړه او ورپسې قانوني مراحل طی شوي نه وي، قرارداد به منعقد نه شي.

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۴۸
Background image

د مزمل شهید څلورلارې څخه تر لویدیځ کمربند پورې د سروی، ډیزاین او لابراتواري ازموینو قرارداد د ورکړې اعلان

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، په دې وسیله ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د مزارشریف ښاروالۍ د څلورمې او نهمې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د قبر توپ څخه تر روضې مبارکې پورې د کانکریټي اوسپنیز کانال د اعمار قرارداد د ورکړې اعلان!

په دې وسیله د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، د قبر توپ څخه تر روضه مبارک پورې د کانکریټي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۵
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د څلورمې ناحیې په پروژه ۷ ساحه کې د مخدوم قلي فراغي سړک د قیر اچونې او اسفالت قرارداد د ورکړې اعلان.

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې له حکم سره سم، په دې وسیله ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د مزارشریف ښاروالۍ د څلورمې ناحیې په . . .

Back to announcements