د قبر توپ څخه تر روضې مبارکې پورې د کانکریټي اوسپنیز کانال د اعمار قرارداد د ورکړې اعلان!

web_admin
abs

په دې وسیله د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، د قبر توپ څخه تر روضه مبارک پورې د کانکریټي اوسپنیز کانال د اعمار ریکاپ قرارداد چې د مزارشریف ښاروالۍ د لومړۍ تر پنځمې ناحیو په ساحو کې موقعیت لري او د تشخیص شمېرې MAZ/MUN/1405/016 لرونکی دی، له ګډو ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو کاروان سراجی او کاروان حمیدی سره، چې د جوازونو شمېرې یې (65876 - 93762) دي، د ټولټال (14,541,525.000) افغانیو په ارزښت، چې څوارلس میلیونه، پنځه سوه یو څلوېښت زره، پنځه سوه پنځه ویشت افغانۍ کېږي، قرارداد کړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص او شرکتونه چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۵ پنځو تقویمي ورځو په موده کې، په لیکلي ډول او له دلایلو سره یوځای، د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته چې د بلخ ولایت د روضه مبارک په ختیځ کې موقعیت لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې د حکمونو له مخې وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده او تر هغه چې پورته ټاکل شوې موده بشپړه او نورې قانوني مرحلې طی نه شي، قرارداد به منعقد نه شي.

Latest announcements

شنبه, سپتمبر 26 2026 9:27 AM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د ۸مې او ۹مې ناحیو اړوند د دشت شور کانال د ډبرو کارۍ په بڼه د جوړولو پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!

 په دې توګه، د تدارکاتو قانون د ۴۳مې مادې د ۲مې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د مزارشریف ښار د اتمې او نهمې ناحیو اړوند د دشت شور . . .

شنبه, سپتمبر 26 2026 8:45 AM
Background image

د شپږمې ناحیې د ګذر د سړک د کانکریټ‌کارۍ د قرارداد د ورکړې اعلان!

 د تدارکاتو قانون د ۴۴مې مادې د ۲مې فقرې له حکم سره سم، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، د شپږمې ناحیې د ګذر حیات د سړک د کانکریټ‌کارۍ قرارداد د رییل . . .

دوشنبه, سپتمبر 07 2026 1:55 PM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د ښار دننه د عمومي سړکونو د روښانتیا او سینګار د ستنو د روښانتیا، رنګمالۍ، سینګار او یو کلنې ساتنې او مراقبت د پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!

 

په دې وسیله د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې (د مزارشریف ښاروالۍ د ښار دننه د عمومي . . .

Back to announcements