د مزارشریف ښاروالۍ د اتمې ناحیې اړوند د سیاه‌ګرد سړک د لومړي پړاو د ۱۵۰۰ مترو قیر او اسفالټ کولو د قرارداد د ورکړې اعلان .

web_admin
abs

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د سیاه‌ګرد سړک د لومړۍ فاز قیر اچونې او اسفالت قرارداد، چې اوږدوالی یې ۱۵۰۰متره دی او د مزارشریف ښاروالۍ د اتمې ناحیې د آمریت په ساحه کې موقعیت لري، د تشخیص شمېرې MAZ/MUN/1405/008 لرونکی قرارداد د بلغ استانبول آسیا نړیوال ساختماني او انجنیري شرکت، د جواز شمېرې (D-01-2030) لرونکي شرکت ته، د ټولیز مبلغ (۳۲،۸۸۲،۷۴۰ (دوه دېرش میلیونه، اته سوه دوه اتیا زره او اووه سوه څلوېښت افغانۍ په بدل کې ورکړي.

حقیقي او حکمي اشخاص او شرکتونه چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراضونه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د پنځو (۵) تقویمي ورځو په موده کې، په لیکلي ډول د خپلو دلایلو سره یوځای، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې د حکمونو له مخې د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته، د بلخ ولایت د روضې مبارکې ختیځ لوري ته وړاندې کړي. دا خبرتیا د قرارداد د عقد معنا نه لري، او تر هغې چې د اعتراض ټاکل شوې موده بشپړه او نور قانوني مراحل طی نه شي، قرارداد به نه لاسلیک کېږي.

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۶:۱۸
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د اتمې ناحیې اړوند د سیاه‌ګرد سړک د لومړي پړاو د ۱۵۰۰ مترو قیر او اسفالټ کولو د قرارداد د ورکړې اعلان .

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د سیاه‌ګرد سړک د لومړۍ فاز قیر اچونې او اسفالت قرارداد، چې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د اوومې ناحیې اړوند د کارته اماني مرکزي سړک د ۱۱۷۴ متره قیر او اسفالټ کولو د قرارداد د ورکړې اعلان.

د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې (۴۳مې) مادې د دویمې فقرې له مخې، د ټولو شرکتونو د خبرتیا لپاره اعلان کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري د کارته اماني مرکزي سړک د ۱۱۷۴ مترو په . . .

دوشنبه, اګست 03 2026 1:09 PM
Background image

د روضې مبارکې شاوخوا د پنځو تشنابونو د قرارداد د ورکړې اعلان.

د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د روضې مبارکې شاوخوا پنځه د تشنابونو ځایونه د عبدالكریم زوی علم خان ته د (۳,۵۰۰,۰۰۰) درې میلیونه او پنځه سوه زره افغانیو په ټولیز مبلغ قرارداد . . .

Back to announcements