د ۱۴۰۵ مالي کال د پراختیايي پلان له مخې، د مزارشریف ښار د نهمې ناحیې اړوند د S پروژې د سړک د غاړې د ویالو د ۷۳۳ مترو په اوږدوالي د اساسي کانال جوړول
Publish Date
Closing Date
د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال د پراختیايي پلان له مخې، د مزارشریف ښار د نهمې ناحیې اړوند د S پروژې د سړک د غاړې د ویالو کانال په ۷۳۳ متره اوږدوالي په اساسي ډول جوړ کړي.
هغه محترمې ساختماني او سړک جوړونې شرکتونه چې غواړي د یادې پروژې د قرارداد په موخه په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، کولای شي خپلې غوښتنلیکونه د اعلان له خپرېدو وروسته، د ورکړل شوې شرطنامې او مشخصاتو جدول مطابق، د ښاروالۍ د تدارکاتو آمریت ته وسپاري. نوموړي شرکتونه کولای شي د اعلان له خپرېدو وروسته د ۱۱ تقویمي ورځو په موده کې د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته مراجعه وکړي، شرطنامې او د احجامو سافټ کاپي پرته له کوم لګښت څخه ترلاسه کړي.د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸۶۷ شمېرې پرېکړې له مخې د تضمین اخیستل نه کېږي او د ګډون شرط غیررقابتي دی.
