د روضې مبارکې له شاوخوا څخه تر باختر لېسې ختیځ سړک پورې د کانکریټي کانال او پلي‌لارو د جوړولو پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!

web_admin
abs

 د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د ۲ فقرې پر بنسټ، په دې وسیله ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د مزارشریف ښار د روضې مبارکې له شاوخوا څخه تر باختر لېسې ختیځ سړک پورې د کانکریټي کانال او پلي‌لارو د جوړولو پروژې قرارداد، چې د تشخیص شمېرې MAZ/MUN/1405/015 لرونکی دی، له محترمې پلخ استانبول آسیا نړیوالې ساختماني شرکت سره، چې د جواز شمېره یې (۳۷۴۱۶) ده، د ټولیز مبلغ (۲۹,۲۶۰,۹۸۰) نهه ویشت میلیونه، دوه سوه شپېته زره او نهه سوه اتیا افغانۍ په بدل کې عقد کړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص او شرکتونه چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۵ تقویمي ورځو پورې په رسمي او تحریري ډول، د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې د حکمونو له مخې، د بلخ ولایت د روضې مبارکې ختیځ لوري ته د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده او تر هغه پورې چې پورته ټاکل شوې موده بشپړه او راتلونکي قانوني پړاوونه بشپړ شوي نه وي، قرارداد به عقد نه شي.

Latest announcements

پنجشنبه, اکتوبر 01 2026 11:52 AM
Background image

د روضې مبارکې له شاوخوا څخه تر باختر لېسې ختیځ سړک پورې د کانکریټي کانال او پلي‌لارو د جوړولو پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!

 د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د ۲ فقرې پر بنسټ، په دې وسیله ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د مزارشریف ښار د روضې مبارکې له شاوخوا . . .

سه شنبه, سپتمبر 29 2026 9:27 AM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د نوې ودانۍ د جوړولو پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!

 د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې له حکم سره سم، په دې وسیله ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د مزارشریف ښاروالۍ د یوې نوې ودانۍ . . .

شنبه, سپتمبر 26 2026 9:27 AM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د ۸مې او ۹مې ناحیو اړوند د دشت شور کانال د ډبرو کارۍ په بڼه د جوړولو پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!

 په دې توګه، د تدارکاتو قانون د ۴۳مې مادې د ۲مې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د مزارشریف ښار د اتمې او نهمې ناحیو اړوند د دشت شور . . .

Back to announcements