د مزارشریف ښاروالۍ د اتمې ناحیې اړوند د سیاگرد د درېیم فاز د قیر او اسفالت پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!
د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري د مزارشریف ښار د اتمې ناحیې اړوند د سیاگرد درېیم فاز د قیر او اسفالت پروژې قرارداد یو واجد شرایط ساختماني او سړک جوړونې شرکت ته ورکړي.
د یادې پروژې قرارداد، چې د جواز شمېره یې (D25126) ده، د (۱۶٬۴۴۷٬۱۴۹٫۶) افغانیو په مجموعي مبلغ واجد شرایط ساختماني او سړک جوړونې شرکت ته ورکول کېږي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص او شرکتونه چې په دې اړه اعتراض لري، کولای شي د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د پنځو (۵) تقویمي ورځو په موده کې، د تدارکاتو قانون د یو پنځوسمې مادې له احکامو سره سم، خپل اعتراض له اړوندو دلایلو سره یوځای د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته، چې د بلخ ولایت د روضې مبارکې په ختیځ کې موقعیت لري، وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده؛ قرارداد به د پورته ذکر شوې مودې له بشپړېدو او د قانوني مراحلو له طی کولو وروسته منعقد شي.
