د تګ راتګ زیر زمینی د جوړولو د چارو څخه د مزارشریف ښاروال لېدنه
د مزارشریف ښاروال عبدالحق خرمي د مزارشریف ښار په ښپږمه ناحیه کې د شیخ شهاب الدین ښوونځي مخامخ د د تګ راتګ زیر زمینی د جوړولو د چارو څخه لېدنه وکړه.
دغه تګ راتګ زیر زمینی د حلقوی واټ پر سر د هبیتات دفتر لخوا او د مزارشریف ښاروالۍ په مرسته جوړېږې؛ چې د سېمي اوسېدونکو په ځانګړي ټوګه د زده کونکو یو شمېر ستونزی به هواري کړي.
سه شنبه، د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومې ۲۴ نېټه- مزارشریف!