د مزارشریف ښاروالۍ د دویمې ناحیې اړوند د پروژې آر په ساحه کې د بندامیر سړک د قیر اچونې او اسفالت پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!

web_admin
abs

 

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، د مزارشریف ښاروالۍ د دویمې ناحیې اړوند د پروژې آر په ساحه کې د بندامیر سړک د قیر اچونې او اسفالت پروژې قرارداد د حسین خالص‌داني ساختماني او سړک جوړونې شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (D-01-478) ده، د (۸٬۴۴۸٬۵۰۳٫۴) اته میلیونه، څلور سوه اته څلوېښت زره، پنځه سوه درې اعشاریه څلور افغانۍ په مجموعي مبلغ ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص او شرکتونه چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د پنځو تقویمي ورځو په موده کې، له خپلو مستندو دلایلو سره یوځای، په لیکلي ډول د بلخ ولایت د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته، چې د روضې مبارکې ختیځ لوري ته موقعیت لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له حکمونو سره سم وړاندې کړي.دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده، او تر هغه چې پورته یاده شوې موده بشپړه او راتلونکي قانوني پړاوونه طی نه شي، قرارداد به نه منعقد کېږي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۲۵
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ اړوند د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د رابعه بلخي مارکېټ ختیځ لوري ته د شپږ منزله ودانۍ د دویم فاز د جوړولو قرارداد د ورکړې اعلان!

 

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، د (مزارشریف ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۱
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د دویمې ناحیې اړوند د فواید عامې سړک د قیرریزۍ او اسفالت پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!

 

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، د (مزارشریف ښاروالۍ د دویمې ناحیې اړوند د فواید عامې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۲۱
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د اتمې ناحیې اړوند د سیاگرد د درېیم فاز د قیر او اسفالت پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!

 

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري د مزارشریف ښار د اتمې ناحیې اړوند د سیاگرد  درېیم فاز د . . .

Back to announcements