د مزارشریف ښاروالۍ د دویمې ناحیې اړوند د پروژې آر په ساحه کې د بندامیر سړک د قیر اچونې او اسفالت پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!

web_admin
abs

 

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، د مزارشریف ښاروالۍ د دویمې ناحیې اړوند د پروژې آر په ساحه کې د بندامیر سړک د قیر اچونې او اسفالت پروژې قرارداد د حسین خالص‌داني ساختماني او سړک جوړونې شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (D-01-478) ده، د (۸٬۴۴۸٬۵۰۳٫۴) اته میلیونه، څلور سوه اته څلوېښت زره، پنځه سوه درې اعشاریه څلور افغانۍ په مجموعي مبلغ ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص او شرکتونه چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د پنځو تقویمي ورځو په موده کې، له خپلو مستندو دلایلو سره یوځای، په لیکلي ډول د بلخ ولایت د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته، چې د روضې مبارکې ختیځ لوري ته موقعیت لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له حکمونو سره سم وړاندې کړي.دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده، او تر هغه چې پورته یاده شوې موده بشپړه او راتلونکي قانوني پړاوونه طی نه شي، قرارداد به نه منعقد کېږي.

Latest announcements

شنبه, اکتوبر 17 2026 12:54 PM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د دویمې ناحیې اړوند د پروژې آر په ساحه کې د بندامیر سړک د قیر اچونې او اسفالت پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!

 

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، د مزارشریف ښاروالۍ د دویمې ناحیې اړوند د پروژې آر په . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۳۸
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د نهمې ناحیې اړوند د ایس پروژې په ساحه کې د سړک د غاړو د ویالو د جوړولو پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!

 

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له حکم سره سم، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري د مزارشریف ښاروالۍ د نهمې ناحیې اړوند د پروژې ایس . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۲
Background image

د روضې مبارکې له شاوخوا څخه تر باختر لېسې ختیځ سړک پورې د کانکریټي کانال او پلي‌لارو د جوړولو پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!

 د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د ۲ فقرې پر بنسټ، په دې وسیله ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د مزارشریف ښار د روضې مبارکې له شاوخوا . . .

Back to announcements