د مزار شریف ښاروالي د ۱۴۰٥ مالي کال د پرمختیایي پلان له مخې، په ۷مه او ۸مه ناحیه کې د الفتح جومات له شمال څخه تر دښت شور پورې د ۵ کیلومتره حلقوي سړک د قیر کولو او اسفالت کولو پروژه پلې کوي.
Publish Date
Closing Date
هغه ساختماني او سړک جوړونې شرکتونه چې د تړون په توګه د دې پروژې د آفر پرانیستلو غوښتنه لري، د شرطپاڼې او ورکړل شوي اټکلي جدول سره سم دې خپل غوښتنلیکونه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ښاروالۍ ادارې د تدارکاتو آمریت ته وسپاري. پخپله دې د اعلان له خپرېدو څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو او تړونونو آمریت دفتر ته مراجعه وکړي؛ د ملي تدارکاتو د کمېسیون د ۸۶۷ شمېره پرېکړې پر بنسټ تضمین نه اخیستل کېږي. د شرطپاڼې او مشخصاتو کتل اړین دي او د پورونو نه پاتې کېدل په داوطلبۍ کې د ګډون شرط دی. همدارنګه د تدارکاتو د کړنلارې د ۲۹ حکم او ۹ فقرې سره سم، داوطلبان کولای شي د ۱۰۰۰ افغانیو په ورکولو سره د چاپ شوې شرطپاڼې کاپي ترلاسه کړي. والسلام.
