د آریانا مارکېټ د پلې لارې په وړاندې د ۱۲۸۲ مټره مربع موازي ځمکې پر سر د یوه پرمختللي سوداګریز ته‌کوي د پروژې اعلان.

web_admin
abs

Publish Date

Closing Date

عمومي محترمو پانګوالو، باوري محترمو ساختماني شرکتونو او په شرایطو برابرو غوښتونکو ته خبر ورکول کیږي چې د مزارشریف ښاروالۍ د ولایت د محترم مقام د ۱۴۴۷/۱۲/۱۵ نېټې د ۶۰۶۸ نمبر حکم پر بنسټ په نظر کې لري چې د روضې مبارکې په لوېدیځ کې واقع د آریانا مارکېټ د پلې لارې  په وړاندې د خپل ملکیت اړوند د ۱۲۸۲ مټره مربع موازي ځمکې پر سر د سوداګریز ته‌کوي د جوړولو پروژه د خصوصي سکتور سره د مشارکت له لارې د پنځو ورځو لپاره اعلان ته وسپاري.
له ټولو محترمو پانګوالو او د تخنیکي او مالي وړتیا لرونکو لویو محترمو ساختماني شرکتونو څخه غوښتنه کیږي چې د شرطپاڼې د ترلاسه کولو لپاره د مزارشریف ښار د ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو محترم آمریت ته مراجعه وکړي، همدارنګه داوطلبان مکلف دي چې خپلې طرحې، پروپوزلونه او سوداګریز پلانونه  د شرطپاڼې له مندرجاتو سره سم او د معیاري سټنډرډونو پر بنسټ چمتو کړي او په هغه آفر پرانیستلو په غونډه کې چې په ټاکل شوې نېټه جوړیږي له اړوندو اسنادو سره حضور پیدا کړي، هغه پروپوزلونه او آفرونه چې د پورته ذکر شوي وخت له پای ته رسېدو وروسته وړاندې شي د منلو وړ نه دي او د څېړنې لاندې به ونه نیول شي. والسلام

More tenders

چهارشنبه, اګست 12 2026 3:39 PM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ کال د انکشافي پلان له مخې، د انجینري عمومي مدیریت د اټکلي جدول مطابق، د دشت شور کانال د ۱۱۰۰ مترو په اوږدوالي په اساسي ډول سنګ‌کاري کړي.

ټولو محترمو ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو ته چې د یادې پروژې د آفر پرانیستنې او قرارداد په اخیستلو کې لېوالتیا لري، خبر ورکول کېږي چې خپلې غوښتنلیکونه دې د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د . . .

چهارشنبه, اګست 12 2026 2:53 PM
Background image

د روضې شریفې څخه تر لیسه باختر او رسته کلالي سړک پورې د کانکریټي کانال او انترلاک پلي‌لارو جوړول.

 

د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ کال د انکشافي پلان له مخې، د روضې شریفې له شاوخوا څخه د لیسه باختر ښوونځي ختیځ سړک او د رسته کلالي سړک پورې د کانکریټي اوسپنیز کانال . . .

چهارشنبه, اګست 12 2026 11:20 AM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ غواړي چې د ۱۴۰۵ کال د انکشافي پلان له مخې، د لومړۍ ناحیې په ساحه کې د نوي ښاروالۍ مارکېټ دویم فاز د لومړي فاز په دوام کې په اساسي ډول جوړ کړي.

هغه محترمې ساختماني او سړک جوړونې شرکتونه چې د داوطلبۍ او قرارداد د آفر پرانیستلو غوښتنه ولري، کولای شي خپلې غوښتنلیکونه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د شرایطنامې او ورکړل شوي اټکل مطابق . . .

Back to tenders