د سلطان غیاث‌الدین ښوونځي مخې ته ۱۹ باب زیرزمیني دوکانونه د دریو کلونو لپاره د داوطلبۍ له لارې په کرایه ورکول کېږي.

web_admin
abs

Publish Date

Closing Date

د مزارشریف ښاروالۍ اداره د خپلې مالي بنیه د پیاوړتیا په موخه په پام کې لري چې د سلطان غیاث‌الدین ښوونځي مخې ته د ښاروالۍ ملکیت ۱۹ باب زیرزمیني دوکانونه د روان کال لپاره د دریو کلونو په موده کې د داوطلبۍ له لارې په کرایه ورکړي.

هغه افراد، اشخاص، شرکتونه او مؤسسې چې غواړي په دې داوطلبۍ کې د قرارداد په توګه ګډون وکړي، کولای شي خپلې غوښتنلیکونه د ورکړل شوې شرطنامې مطابق، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري او د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۰) تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته مراجعه وکړي او د تدارکاتو د طرزالعمل د ۲۹مې مادې د ۸مې فقرې له مخې شرطنامه په سافټ بڼه، پرته له کوم لګښت څخه، د تدارکاتو او قراردادونو له آمریت څخه ترلاسه کړي.

د ګډون شرط د ښاروالۍ په وړاندې د پوروړتیا نه شتون دی او د اجارې د رهن (تضمین) پیسې به نغداً اخیستل کېږي.

More tenders

دوشنبه, اکتوبر 12 2026 11:17 AM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د پراختیايي پلان له مخې د سیاه‌ګرد او مزار–شبرغان پر مسیرونو د ۲۰۰ جریبه ځمکې د پېرلو اعلان

 د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ مالي کال د پراختیايي پلان له مخې، د سیاه‌ګرد سړک په دواړو غاړو کې، د اتمې او نهمې ناحیې د عیدګاه له سیمې څخه وروسته، ۱۰۰ جریبه او . . .

دوشنبه, اکتوبر 12 2026 9:12 AM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د ملکیت د سینا ورزشي جمنازیوم د ۳۰۴۵۶ متر مربع ځمکې د پروژې د اعلان په اړه.

 د درنو پانګه‌والو د عامه پوهاوي لپاره خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ د محترم ریاست د ۱۴۴۸/۳/۸ نېټې د ۲۷۹۳ ګڼې حکم پر بنسټ، د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د لومړۍ ناحیې د . . .

یکشنبه, اکتوبر 11 2026 11:56 AM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د مالي بنسټ د پیاوړتیا په موخه، د اوومې ناحیې په ساحه کې د ګمرک لوېدیځ لوري ته شین پارک د درېیو کلونو لپاره د داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکوي.

د مزارشریف ښاروالۍ اداره د خپلې مالي بنسټ د پیاوړتیا په موخه په پام کې لري، چې د اوومې ناحیې د آمریت په ساحه کې د ګمرک لوېدیځ لوري ته موقعیت لرونکی شین پارک، چې د ښاروالۍ ملکیت دی، په . . .

Back to tenders