د مزارشریف ښاروالۍ شنه پارک، چې د اوومې ناحیې په ساحه کې موقعیت لري او ۶۰۰۰ متره مربع مساحت لري، د درې کلونو لپاره د داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکوي.
Publish Date
Closing Date
د مزارشریف ښاروالۍ اداره د خپلې مالي سرچینې د پیاوړتیا په موخه په پام کې لري چې د اوومې ناحیې په ساحه کې خپل ملکیت شین پارک، چې ۶۰۰۰ متره مربع ځمکه ده، د روان کال لپاره د درېیو کلونو په موده د داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکړي.
هغه اشخاص، شرکتونه او مؤسسې چې غواړي د یاد پارک د اجارې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، کولای شي د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه خپلې غوښتنې د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري. همدارنګه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د (۷) تقویمي ورځو په موده کې دې د تدارکاتو او قراردادونو آمریت دفتر ته مراجعه وکړي او د تدارکاتو طرزالعمل د ۲۹مې مادې د ۸مې فقرې له مخې، د داوطلبۍ شرطپاڼه په سافټ بڼه او وړیا ترلاسه کړي. د شرطپاڼې او مشخصاتو له مطالعې وروسته، د ګډونوالو لپاره د نه پوروړتیا شرط په پام کې نیول شوی او د اجارې د تضمین پیسې به په نغدي ډول اخیستل کېږي.
