د خبرتیا له مخې، د دویمې ناحیې اړوند د غلو منډوي د ۲۰ باب تشنابونو او پارکینګ د اجارې د قرارداد ورکولو په اعلان کې، محترم ذبیحالله میرحمزه د ۱۳۱۰۰۰۰ افغانیو په وړاندیز کولو سره، د محترم ولایت مقام د ګډ پلاوي تر نظر لاندې ګټونکی پېژندل شوی دی.
«هغه حقیقي او حکمي اشخاص، شرکتونه او موسسې چې د دغه قرارداد د مزایدې غوښتنه لري، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه دې خپل غوښتنلیکونه د مزارشریف ښاروالۍ ادارې د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري او په خپله دې د اعلان له خپرېدو وروسته تر (۷) تقویمي ورځو پورې د قراردادونو د اسانتیا مدیریت دفتر ته مراجعه وکړي. د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸۶۷ شمېره پرېکړې پر بنسټ تضمین نه اخیستل کېږي؛ او د تدارکاتو د طرزالعمل د ۲۹ مادې د ۸ فقرې سره سم، د شرطنامې چاپ شوې کاپي د ۱۰۰۰ افغانیو په ورکولو سره د تدارکاتو او قراردادونو له آمریت څخه ترلاسه کړئ. د شرطنامې او مشخصاتو لیدل اړین دي، د ګډون شرط د پاتېدلو (باقيدارۍ) نشتوالی دی او د اجارې د ګروۍ (رهن) پیسې نغدې اخیستل کېږي. والسلام»
