په مبارک روضه کې د نېالګیو کېنولو پېل
په مبارک روضه کې د نېالګیو کېنولو بهېر د ۱۳۹۷ لمریز کال د نوروز نړۍوال جشن د ترسراوي کمیسیون لخوا د مزارشریف ښاروال عبدالحق خرمي، د کلېو د پراختیا رییس عبدالباسط عینی، د کرنې، اوبولګونې او مالداری رییس محمد سالم ساعی او د مزارشریف ښاروالۍ د مشرتابه پلاوي په شتون پیل شو.
د مزارشریف ښاروال عبدالحق خرمي د ۱۳۹۷ لمریز کال د نوروز نړۍوال جشن د ترسراوي کمیسیون مشرۍ کوي؛ وایي چې د مزارشریف ښار بیا په ځانګړې ډول د مبارکی روضي د سمسورتیا لپاره لازمي چمټوالې نېولې دي.
سه شنبه، د ۱۳۹۷ لمریز کال د کب مېاشت ۱۳ نېټه- مزارشریف !