د نوې کال او د سولې پروسې او د اورکم څخه د ملاتړ په موخه په مزارشریف ښار کې عمومي حشر ترسره شو
د نوې کال او د سولې پروسې او د اورکم څخه د ملاتړ په موخه د مزارشریف ښار د پاکولو عمومي حشر کې د مزارشریف ښاروال عبدالحق خرمي، د بلخ ولایت مقام مرستیال شجاع الدین شجاع، د ناحیو آمرینو او د مدني ټولنو غړو ګدون درلود .
د مزارشریف ښاروال عبدالحق خرمي وویل چې دغه پروسه دوام لري او د مزارشریف ښاریانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د خپل ښار د پاکوولو لپاره د دغه ارګان سره همکارۍ وکړي .
ښاغلې خرمي چې د رسنیو سره خبری کولې ؛ وویل چې د نیکمرغه سږکال د نوروز نړۍوال جشن راتګ د سولې هېله مندې له ځانه سره لري؛ په همدې موخه باید د مزارشریف ښاریان او هم ښاروالۍ د دغه پروسې څخه ملاتړ وکړي .
دوشنبه، د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب میاشت۱۹ نېټه- مزارشریف!