د آریانا مارکېټ د پلې لارې په وړاندې د ۱۲۸۲ مټره مربع موازي ځمکې پر سر د یوه پرمختللي سوداګریز ته‌کوي د پروژې اعلان.

web_admin
abs

Publish Date

Closing Date

عمومي محترمو پانګوالو، باوري محترمو ساختماني شرکتونو او په شرایطو برابرو غوښتونکو ته خبر ورکول کیږي چې د مزارشریف ښاروالۍ د ولایت د محترم مقام د ۱۴۴۷/۱۲/۱۵ نېټې د ۶۰۶۸ نمبر حکم پر بنسټ په نظر کې لري چې د روضې مبارکې په لوېدیځ کې واقع د آریانا مارکېټ د پلې لارې  په وړاندې د خپل ملکیت اړوند د ۱۲۸۲ مټره مربع موازي ځمکې پر سر د سوداګریز ته‌کوي د جوړولو پروژه د خصوصي سکتور سره د مشارکت له لارې د پنځو ورځو لپاره اعلان ته وسپاري.
له ټولو محترمو پانګوالو او د تخنیکي او مالي وړتیا لرونکو لویو محترمو ساختماني شرکتونو څخه غوښتنه کیږي چې د شرطپاڼې د ترلاسه کولو لپاره د مزارشریف ښار د ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو محترم آمریت ته مراجعه وکړي، همدارنګه داوطلبان مکلف دي چې خپلې طرحې، پروپوزلونه او سوداګریز پلانونه  د شرطپاڼې له مندرجاتو سره سم او د معیاري سټنډرډونو پر بنسټ چمتو کړي او په هغه آفر پرانیستلو په غونډه کې چې په ټاکل شوې نېټه جوړیږي له اړوندو اسنادو سره حضور پیدا کړي، هغه پروپوزلونه او آفرونه چې د پورته ذکر شوي وخت له پای ته رسېدو وروسته وړاندې شي د منلو وړ نه دي او د څېړنې لاندې به ونه نیول شي. والسلام

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۲۸
Background image

د مزارشریف ښاروالي غواړي چې د ۱۴۰۵ مالي کال پرمختیایي پلان سره سم، په کارټه آریانا سیمه کې د یوه باب نوي «څلور پوړیزه تعمیر له تلخونې (تهکوي) سره» د اساسي جوړولو پروژه په قرارداد ورکړي

محترم ساختماني او سړک جوړونې شرکتونه چې د تړون  په توګه د آفر پرانیستلو غوښتنه لري، د شرطپاڼې او ورکړل شوي اټکل  جدول سره سم دې خپل غوښتنلیکونه د اعلان له خپرېدو څخه د تدارکاتو آمریت ته . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۱۲
Background image

د مزارشریف ښاروالي غواړي چې د ۱۴۰۵ مالي کال پرمختیایي پلان سره سم، په اتمه ناحیه کې د «سیاه ګرد سړک د دویم فاز» د اساسي قیر کولو او اسفالټ کولو پروژه په قرارداد ورکړي.

محترم ساختماني او سړک جوړونې شرکتونه چې د تړون  په توګه د آفر پرانیستلو غوښتنه لري، د شرطپاڼې او ورکړل شوي اټکل  جدول سره سم دې خپل غوښتنلیکونه د اعلان له خپرېدو څخه د تدارکاتو آمریت ته . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۳۲
Background image

د «ابوبکر صدیق له څلورلارې څخه تر شېرآباد پورې او د دښت شور له سیمې څخه تر سلیم شهید څلورلارې پورې» د ۸.۳ کیلومتره سړک د سروې، ډیزاین او د خاورې معاینې پروژه.

محترم انجنیري، لوژستیکي او ډیزایني شرکتونه چې د تړون  په توګه د آفر پرانیستلو غوښتنه لري، د شرطپاڼې او ورکړل شوي اټکل  سره سم دې خپل غوښتنلیکونه د اعلان له خپرېدو څخه د تدارکاتو آمریت . . .

Back to tenders