د قرارداد د ورکړې اعلان: د حلقوي سړک د قیر اچونې او اسفالت پروژه، له فتح جومات څخه تر دشت شور پورې، چې د اوومې او اتمې ناحیو په ساحو کې موقعیت لري.
د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته په خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، د مزارشریف ښار د اوومې او اتمې ناحیو په ساحو کې د فتح جومات څخه تر دشت شور پورې د حلقوي سړک د قیر اچونې او اسفالت قرارداد، چې د تشخیصیه شمېرې MAZ/MUN 1405/002 لرونکی دی، د الیاس ویس ساختماني او سرک جوړونې شرکت او د بیخ استانبول آسیا نړیوال ساختماني شرکت سره، چې د D-0102030 او D-21746 جوازونو لرونکي دي، د (317,942,584) درې سوه او اوولس میلیونه، نهه سوه دوه څلوېښت زره او پنځه سوه څلور اتیا افغانۍ په مجموعي ارزښت قرارداد کړی دی.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص او شرکتونه چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۵ (پنځو) تقویمي ورځو په موده کې، په لیکلې بڼه او له دلایلو سره یوځای، د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته چې د بلخ ولایت، روضې مبارکې ختیځ لوري ته موقعیت لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له حکمونو سره سم وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او تر هغې چې پورته ټاکل شوې موده بشپړه او نورې قانوني مرحلې طی نه شي، قرارداد به نه منعقدېږي.
