د مزارشريف ښاروال په مزارشريف كې د ايران له جنرال قونسل سره وليدل او خبرې يې وكړې

د مزارشريف ښاروال حافظ عبدالرحمن "همت" په مزارشريف کې د ايران د اسلامي جمهوريت له قونسل جنرال حميد رضا "احمدي" سره په خپل دفتر کې وکتل او د دوه اړخيزو همکاريو پر ارزښت، د غوره اسانتياو د رامنځته کولو او د ايران د قونسلګرۍ مراجعو ته د انتظار ساحې د جوړولو په اړه يې خبرې وکړې.