د مزارشریف ښاروالي په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ مالي کال د پراختیایي پلان له مخې، د څلورمې ناحیې په اوومه پروژه کې د مخدوم قلي فراغي ګذر سړک د اساسي قیر کولو او اسفالت کولو پروژه پلې کړي.
Publish Date
Closing Date
هغه ساختماني او سړک جوړونې شرکتونه چې غواړي د تړون په توګه د افر پرانیستلو په پروسه کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې او ورکړل شوي اټکلي جدول له مخې دې خپل غوښتنلیکونه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ښاروالۍ د تدارکاتو آمریت ته وسپاري. ګډونوال په خپله د اعلان له خپرېدو څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو او قراردادونو آمریت دفتر ته مراجعه وکړي؛ د ملي تدارکاتو د کمېسیون د ۸۶۷ شمېره پرېکړې له مخې تضمین نه اخیستل کېږي. د شرطپاڼې او ځانګړتیاوو لیدل د ګډون شرط دی او د باقیدارۍ نشتوالی لازمي دی. همدارنګه، د تدارکاتو د کړنلارې د ۲۹ حکم او ۹ فقرې سره سم، داوطلبان کولای شي د ۱۰۰۰ افغانیو په ورکولو سره چاپ شوې کاپي ترلاسه کړي. والسلام.
