د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال د پراختیایي پلان له مخې، د شادیانو له دروازې څخه تر کپتان څلورلارې او د فردوسي څلورلارې څخه تر کفایت څلورلارې پورې د رڼا او زینتي پایو د بشپړولو، برابرولو او نصب پروژه د تخنیکي او مسلکي خدمتونو ریاست
Publish Date
Closing Date
د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال د پراختیایي پلان له مخې، د شادیانو له دروازې څخه تر کپتان څلورلارې او د فردوسي څلورلارې څخه تر کفایت څلورلارې پورې د رڼا او زینتي پایو د بشپړولو پروژه، همدارنګه د برېښنايي پایو، اړوندو بکسونو او سنسرونو د برابرولو، نصب او مونتاژ چارې، د تخنیکي او مسلکي خدمتونو ریاست د اټکلي جدول سره سم، په اساسي ډول بشپړې او عملي کړي.
له هغو محترمو ساختماني، لوژستیکي، سوداګریزو شرکتونو او مؤسسو څخه چې غواړي یاده پروژه د قرارداد له لارې ترسره کړي، غوښتنه کېږي چې د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه خپل غوښتنلیکونه د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو آمریت ته وسپاري او د اعلان له خپرېدو وروسته د ۱۱ تقویمي ورځو په موده کې د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته مراجعه وکړي. تضمین به د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸۶۷ شمېرې پرېکړې له مخې اخیستل کېږي. شرطنامه، تخنیکي مشخصات او د کار حجمونه له کوم لګښت پرته ترلاسه کولای شئ.
