د مزارشریف ښاروالۍ د دویمې ناحیې اړوند د فواید عامې سړک د قیرریزۍ او اسفالت پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!
د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، د (مزارشریف ښاروالۍ د دویمې ناحیې اړوند د فواید عامې سړک د جوړولو، قیرریزۍ او اسفالت پروژې قرارداد) د کنکاش ساختماني شرکت سره، چې د جواز شمېره یې (D-01-121) ده، د (۶,۱۹۸,۶۱۰) شپږ میلیونه، یو سل اته نوي زره او شپږ سوه لس افغانۍ په مجموعي مبلغ عقد کړي.
حقیقي او حکمي اشخاص او شرکتونه چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د (۵) پنځو تقویمي ورځو په موده کې، له اړوندو دلایلو سره یوځای، په لیکلي ډول د بلخ ولایت د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته، چې د روضې مبارکې ختیځ لوري ته موقعیت لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې د احکامو سره سم وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده او تر هغه چې پورته ټاکل شوې موده بشپړه او راتلونکي قانوني پړاوونه طی نه شي، قرارداد به نه منعقد کېږي.
