د مزارشریف ښاروالۍ د مالي بنسټ د پیاوړتیا په موخه، د اوومې ناحیې په ساحه کې د ګمرک لوېدیځ لوري ته شین پارک د درېیو کلونو لپاره د داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکوي.
Publish Date
Closing Date
د مزارشریف ښاروالۍ اداره د خپلې مالي بنسټ د پیاوړتیا په موخه په پام کې لري، چې د اوومې ناحیې د آمریت په ساحه کې د ګمرک لوېدیځ لوري ته موقعیت لرونکی شین پارک، چې د ښاروالۍ ملکیت دی، په روان کال کې د درېیو کلونو لپاره د داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکړي.
هغه اشخاص، شرکتونه او مؤسسې چې د یاد پارک د اجارې قرارداد ترلاسه کولو لپاره د داوطلبۍ لېوالتیا لري، کولای شي خپلې غوښتنلیکونه د ورکړل شوې شرطپاڼې له مخې، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري. همدارنګه، داوطلبان کولای شي د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د (۱۰) تقویمي ورځو په موده کې د تدارکاتو او قراردادونو آمریت دفتر ته مراجعه وکړي او د تدارکاتو د طرزالعمل د ۲۹ مادې د ۸ فقرې له مخې، شرطپاڼه په سافټ بڼه او له هر ډول لګښت پرته ترلاسه کړي.
د شرطپاڼې مشخصات دې په غور وکتل شي. د ګډون یو شرط د پورونو او پاتېحسابونو نه لرل دي، او د اجارې د تضمین پیسې به په نغدي ډول ترلاسه کېږي.
