د مزارشریف ښاروالۍ پلان لري چې د ۱۴۰۵ مالي کال د پراختیايي پلان له مخې، د R پروژې اړوند د بند امیر سړک په اساسي ډول اسفالت او قیرریزي کړي.
Publish Date
Closing Date
د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ مالي کال د پراختیايي پلان له مخې، د مزارشریف ښار د R پروژې اړوند د بند امیر سړک د انجینري عمومي مدیریت د اټکل جدول مطابق په اساسي ډول اسفالت او قیرریزي کړي.
هغه محترم ساختماني او سړک جوړونې شرکتونه چې غواړي په دې پروژه کې د آفرونو د پرانیستلو او قرارداد په پروسه کې ګډون وکړي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د ورکړل شوي شرطنامې او مشخصاتو جدول مطابق، د اعلان له خپرېدو نېټې څخه د ښاروالۍ د تدارکاتو آمریت ته وسپاري.
دوی کولای شي د اعلان له خپرېدو وروسته تر ۱۱ تقویمي ورځو پورې د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته مراجعه وکړي او د شرطنامې او احجامو سافت کاپي پرته له کوم لګښت څخه ترلاسه کړي.
