د نور خدا سړک د قیر اچونې او اسفالت پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!

web_admin
abs

په دې توګه، د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې په تأسي، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، د (نور خدا سړک د قیر اچونې او اسفالت) قرارداد، د تخنیکي او مسلکي خدمتونو ریاست له لوري د ترتیب شوې نقشې او اټکلي جدول له مخې، چې د تشخیص شمېرې ۱۴۰۵/۰۰۷ MAZ/MUN لرونکی دی، له محترم طارق شفیق ساختماني شرکت سره، چې د جواز شمېره یې (D-24072) ده، د ټولټال (۲۷۷۸۶۶۰۰) اووه ویشت میلیونه، اووه سوه شپږ اتیا زره او شپږ سوه افغانۍ په ارزښت قرارداد ترسره کړي.

هغه حقیقي او حکمي شرکتونه چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې، په لیکلي ډول له خپلو دلایلو سره یوځای، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې د احکامو له مخې، د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته، چې د بلخ ولایت د مبارکې روضې په ختیځ کې موقعیت لري، وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او تر پورته ټاکل شوې مودې د بشپړېدو او د قانوني راتلونکو پړاوونو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه منعقد کېږي.

Latest announcements

دوشنبه, جولای 27 2026 12:32 PM
Background image

د نور خدا سړک د قیر اچونې او اسفالت پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!

په دې توګه، د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې په تأسي، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، د (نور خدا سړک د قیر اچونې او اسفالت) قرارداد، . . .

چهارشنبه, جولای 15 2026 7:15 PM
Background image

د آریانا مارکیټ شاوخوا د ۱۲۸۲ مربع متره پلي لارې په ساحه کې د دوه منزله تهکوي ودانۍ د جوړولو قرارداد د ورکړې اعلان!

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې پر بنسټ، د ټولو شرکتونو د خبرتیا لپاره اعلان کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري د آریانا مارکېټ شاوخوا د ۱۲۸۲ مربع متره پلی لارې . . .

چهارشنبه, جولای 15 2026 3:07 PM
Background image

د لومړۍ ناحیې په ساحه کې د ښاروالۍ ملکیت، د رابعه بلخي مارکېټ کې د پنځه پوړیزې ودانۍ د جوړولو پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان

 

د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري د رابعه بلخي مارکېټ کې، چې د ښاروالۍ ملکیت او د

. . .

Back to announcements