د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د خپل ۱۴۰۵ مالي کال د پراختیایي پلان له مخې، د مزارشریف ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې د آمریت په سیمه کې د رابعه بلخي پنځه پوړیز مارکېټ د جوړولو پروژه د نقشې او کاري حجمونو سره سم په اساسي ډول ورغوي.
Publish Date
Closing Date
هغه لوژستیکي او سوداګریز خدماتي شرکتونه او بنسټونه چې د تړون په توګه د دې پروژې د آفرپرانیستلو غوښتنه لري، د ورکړل شوي شرطپاڼې او د ځانګړتیاوو د جدول له مخې دې خپل غوښتنلیکونه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ښاروالۍ ادارې د تدارکاتو آمریت ته وسپاري او پخپله دې د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو د آمریت دفتر ته مراجعه وکړي؛ د ملي تدارکاتو د کمېسیون د ۸۶۷ شمېره پرېکړې سره سم، تضمین نه اخیستل کېږي، خو د شرطپاڼې او ځانګړتیاوو لیدل اړین دي او په پروژه کې د ګډون شرط د باقیدارۍ نشتوالی دی. دغه راز، د تدارکاتو د کړنلارې د ۲۹ حکم او ۹ فقرې سره سم، داوطلبان کولای شي د ۱۰۰۰ افغانیو په ورکولو سره د یادو اسنادو چاپ شوې کاپي ترلاسه کړي. والسلام.
