د آریانا مارکېټ د پلې لارې په وړاندې د ۱۲۸۲ مټره مربع موازي ځمکې پر سر د یوه پرمختللي سوداګریز تهکوي د پروژې اعلان.
Publish Date
Closing Date
عمومي محترمو پانګوالو، باوري محترمو ساختماني شرکتونو او په شرایطو برابرو غوښتونکو ته خبر ورکول کیږي چې د مزارشریف ښاروالۍ د ولایت د محترم مقام د ۱۴۴۷/۱۲/۱۵ نېټې د ۶۰۶۸ نمبر حکم پر بنسټ په نظر کې لري چې د روضې مبارکې په لوېدیځ کې واقع د آریانا مارکېټ د پلې لارې په وړاندې د خپل ملکیت اړوند د ۱۲۸۲ مټره مربع موازي ځمکې پر سر د سوداګریز تهکوي د جوړولو پروژه د خصوصي سکتور سره د مشارکت له لارې د پنځو ورځو لپاره اعلان ته وسپاري.
له ټولو محترمو پانګوالو او د تخنیکي او مالي وړتیا لرونکو لویو محترمو ساختماني شرکتونو څخه غوښتنه کیږي چې د شرطپاڼې د ترلاسه کولو لپاره د مزارشریف ښار د ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو محترم آمریت ته مراجعه وکړي، همدارنګه داوطلبان مکلف دي چې خپلې طرحې، پروپوزلونه او سوداګریز پلانونه د شرطپاڼې له مندرجاتو سره سم او د معیاري سټنډرډونو پر بنسټ چمتو کړي او په هغه آفر پرانیستلو په غونډه کې چې په ټاکل شوې نېټه جوړیږي له اړوندو اسنادو سره حضور پیدا کړي، هغه پروپوزلونه او آفرونه چې د پورته ذکر شوي وخت له پای ته رسېدو وروسته وړاندې شي د منلو وړ نه دي او د څېړنې لاندې به ونه نیول شي. والسلام
